
اسلام آباد۔3مئی (اے پی پی) د هند لخوا د وزيراعظم شهباز شريف او د ډي جي آئي اېس پي آر سوشل ميډيا اكاؤنټس بلاك كېدو څخه وروستو د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ سوشل میډیا اکاؤنټ هم په هند كښې بند كړے شو۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير په نړيواله ميډيا د هند رياستي جبر ٬ د بشري حقونو خلاف ورزۍ او د كشميري اولس د غږ غلې كولو هڅې په ډاګه كړې او د دې د رد عمل په توګه هند د وفاقي وزير آفيشل سوشل ميډيا اكاؤنټ بند كړو۔