د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو اعلٰی استازي او نائب صدر جاكالس سره ټېليفوني تماس ٬امن او سيمه ايز استحكام لپاره د پاكستان د عزم پخلے

اسلام آباد 02 مئ(اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمعې په ورځ د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو او سكيورټي پالېسۍ او نائب صدر جاكالس سره ټېليفوني تماس نيولے دے۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو اعلٰی استازې اوسني سيمه ايز پېشرفت نه خبر كړو او د هند بې بنسټه تورونه او اشتعال انګيز پروپيګنډه يې په ښكاره توګه رد كړه۔ده د سندھ طاس لوظ نامې معطل كولو په هندۍ پريكړه د تشويش څرګندونه وكړه او وې وئېل چ دا لوظ نامه د ذمه وارو او نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔نائب وزيراعظم د امن او سيمه ايز استحكام لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره د آزاد او سپيځلو پلټنو لپاره د پاكستان د تجويز پخلے وكړو۔د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو اعلٰی استازي په دې خبره زور راوړو چې دواړو ډلو له د تحمل څرګندونه پكار ده۔هغه په منطقه كښې د امن او استحكام برقرار ساتلو لپاره د خبرو اترو په اهميت زور راوړو۔دغسې دواړو د پاكستان-اروپائي ائتلاف په اړيكو هم خبرې وكړې