د هندي وزيراعظم جنګي جنون په منطقه كښې د امن تباه كولو سازش دے۔محمد اشفاق

سيالكوټ 02 مئ(اے پي پي)سيالكوټ كښې د سول سوسائټۍ استازي محمد اشفاق نذر او ميا اعجاز انجم وئېلي دي د هندي وزيراعظم جنګي جنون په منطقه كښې د امن تباه كولو سازش دے كه چرې هندي پوځ د پاكستان پولو خلاف ورزي وكړه نو پاكستانے قام به د پاكستان وسله والو ځواكونو نه وړاندې د دښمن نام او نشان ختم كړي۔ټول قام د پاكستان بچے بچے د خوږ هېواد پاكستان حفاظت٬دفاع او سلامتيا لپاره جنګېدو ته هر وخت چمتو دے٬ مونږ ټول يو يو او د پاكستان سلامتيا او حفاظت لپاره به خپل ځان قربان كړو۔د دې خيالاتو څرګندونه دوي د پاكستان پوځ سره د يووالي څرګندونې لپاره او د هندي جارحيت په ضد راجوړ كړي لاريون كښې ګډون كوونكو ته د خطاب كولو په مهال وكړه ۔مقررين ووئېل نړۍ ته معلومه ده چې هند د بشري حقونو د خلاف ورزۍ مركز دے خو نړيوالې ورورولۍ ته وئېل غواړو چې كه چرې هندي ځواكونو د پاكستان د پولو خلاف ورزي وكړه نو دې ځل به د هند تر بشپړه خاتمې جنګ روان وي۔ دوي ووئېل پاكستان اتومي قوت دے نه يوازې د خپلې خاورې په تحفظ كولو پوهېږي بلكې دښمن ته په ځواب وركولو هم پوهېږي۔په لاريون كښې علي صديقي٬مختار احمد٬ميا سرفراز نواز٬مهر موبين احمد٬ماسټر محمد ارشد٬چوهدري آفاق پشمول نورو ګډون كولو۔