پاکستان به د بنګله دیش تجارتي نندارتون كښې په زړه پورې ګدون كوي ، د پاکستان سوداګر دې موقع نه ګټه پورته كړي، وفاقی وزیر جام کمال خان

اسلام آباد۔2مئی (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان وئېلې دي پاکستان به رواںه مياشت بنګله دیش كښې كېدونكې تجارتي نندارتون كښې په زړه پورې ګډون كوي ، تاجرانو له به په نندارتون كښې ګډون كولو لپاره اسانۍ وركولې شي ، د پاکستان سوداګرو ورورلي دې موقع څخه ګټه پورته كړي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د سارک چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري يو پلاوي سره وكړه ۔ د پلاوي مشري چیئرپرسن کاروباري کونسل حنا منصب خان كوله ۔ پلاوي وفاقي وزیر سره ملاقات كښې ډھاکه، بنګله دیش كښې د 19 نه تر 21 مئي 2025 په تابيا شوي ’’ساوتھ ایشین بازار‘‘ كښې د پاکستان د ګډون په چارو خبرې وكړې ۔ملاقات كښې حنا منصب خان د پاکستان برخه اغستونكو لپاره د حکومت څخه د معاونت درخواست وكړو ، په خاص توګه په سټالز د سبسډي په وركولو زور راوړلے شو ۔ دوي بازار د منطقې تجارتي روابط زياتولو او د سارک هېوادونو او کاروباري ادارو لپاره يو موثر پلیټ فارم وګرځولو ۔وفاقي وزیر جام کمال خان د سارک چیمبر د هلو ځلو ستائنه وكړه او پلاوي له يې د حکومت د بشپړې مرستې باور وركړو۔ ده ووئېل ساوتھ ایشین بازار كښې د سارک د ټولو غړو هېوادونو ګډون متوقع دے، كوم چې د نیټ ورکنګ، کاروباري ترقۍ او كلتوري تبادلو لپاره يو په زړه پورې پلیټ فارم به وركړي۔