
اسلام آباد 02 مئ(اے پي پي)د سندھ ګورنر محمد كامران خان ټيسوري وئېلي دي پاكستان يو امن خوښونكے هيواد دے٬هند دې د اشتعال انګيزۍ څخه ډډه وكړي۔د جمعې په ورځ د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل په منطقه كښې د امن لاره د خبرو اترو څخه تيريږي٬تاؤ تريخوالے د چا په ګټه نه دے۔ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له د هند د جنګي جنون نوټس اخستل پكار دي۔ده ووئيل د پاك پوځ ځوانان د هېواد د تحفظ بشپړ صلاحيت لري٬دښمن ته به ځواب وركولې شي۔