اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د پاکستان نرسنګ کونسل (پي اېن سي) دورہ كړې چرته چې وفاقي وزير ته د ادارې په کارکردګي، موجودہ چيلنجز او د سباون په منصوبو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د بريفنګ په مهال د روغتيا سپيشل سيکرټري، د هېلت ډي جي او د پاکستان نرسنګ کونسل صدر هم موجود ٶ۔ وفاقي وزير په دې موقع د کونسل غړو سره د ملاقات په مهال دوي شكايتونه او ګيلې واورېدې۔ وفاقي وزير د پاکستان نرسنګ کونسل په رولز ريګوليشن نه فالو كولو د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره جامع رپورټ طلب كړو۔