
اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د صحافت آزادي د جمهوريت بنياد دے، د هېواد په زړه پورې تشخص رامخې ته كول او د خبر لرونكې ټولنې په جوړولو كښې د صحافتي ورورولۍ كردار د كليدي اهميت وړ دے ٬ د پاكستان آئين د رائے د اظهار د آزادۍ ضمانت وركوي۔ دا خبره دې د صحافت آزادۍ نړيوالې ورځ په موقع كړې كومه هر كال د مئي په درېمه نيټه د ملګرو ملتونو په اهتمام كښې ګرده نړۍ كښې لمانځلې كېږي۔ سپيکر ووئيل د پارلمان په پرېس ګېلرۍ كښې شته خبريالان په ايوان كښې د كېدونكې قانون سازۍ او كاروائۍ اولس ته په رسولو كښې كليدي كردار لوبوي۔ ده زياته كړې چې د رائيو د اظهار آزادي او حقائق حقيقت رامخې ته كولو لپاره د خبريالانو نه هېرونكې قربانۍ وړاندې كړې دي۔ ده ووئيل په يوه باشعوره، لوستے او باخبر ټولنه جوړولو كښې د ميډيا كردار ډېر اهم دے۔ ده زياته كړه چې فلسطين، مقبوضه کشمير او نورو كړكېچونو سيمو كښې وظيفه ترسره كوٶنكو خبريالاتو ته سلام وړاندې كوٶ۔ ده ووېيل چې هر كال په نړۍ كښې د وظيفے په مهال يو شمېر خبريالان شهيدان كېږي كوم چې د غندنې وړ دي سپيکر د پاك و هند د تاٶ تريخوالې په تناظر كښې د پاكستان د ميډيا د كردار ستائنه كولو سره ووئيل د پاكستان صحافتي ورورولۍ د غېر معمولي وظيفائي سنجيدګۍ او حب الوطنۍ مظاهرہ كولو سره په حقائقو اډانه د رپورټنګ د لارې نړيوالې ورورولۍ ته د هند اصلي څېره بې نقابه كړه دې۔