
لاهور 02 مئ(اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)صدر او پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د هېواد دفاع او قامي سلامتيا لپاره په پارليمان كښې د موجودو ټولو سياسي ګوندونو شريك غږ پورته كول خوشبينه دے۔د پارليمنټيرينز كردار څخه به قامي يو والي ته وده ترلاسه شي او په اولس كښې به هم د اتفاق او اتحاد فضا راپېدا شي۔دا خبره ده په سينيټ كښې د مسلم ليګ(ن)پارليماني مشر او د خارجه چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سينيټر عرفان صديقي سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ رائيونډ كښې د ګوند صدر سره ملاقات وكړو ۔سينيټر عرفان صديقي د خپل ګوند مشر نواز شريف په سينيټ كښې د مسلم ليګ(ن)پارليماني پارټۍ كردار نه خبر كړو۔سينيټر عرفان صديقي د هېواد دفاع د عزم د متفقه قرارداد هم ذكر وكړو د كوم په جوړولو او تائيد كښې چې ټولو ګوندونو برخه اخستې۔نواز شريف ووئيل اختلاف رائے د جمهوريت ښكلا ده خو د هېواد دفاع عظيم مقصد لپاره هر ډول اختلافات يو خوا كول ښه روايت دے۔