
اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د پاکستان د معاشي اصلاحات او پرمختګ د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د پاكستان مالياتي نظم او ضبط او اصلاحات په نړيواله كچه ستائېلې شوي۔ د جمعې په ورځ د خزانې وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخې د خزانې وزير ووئيل د پاکستان معاشي استحکام لپاره د نړيوالو شراكتدارو ملاتړ ترلاسه دے٬ د حکومت د هلو ځلو په نتيجه افراط زر او د کرنټ اکاٶنټ په خساره قابو موندلے شوے۔ ده ووئيل د پاكستان د زرمبادله پانګې به تر جون 14 اربه ډالره او د ټيکس ټو جي ډي پي شرح به هم تر جون 10.6 فيصد ته روسي۔ وفاقي وزير د جمعې په ورځ د سټينډرډ اينډ پور (ايس اينډ پي) ګلوبل ريټنګز نمائندګانو سره د زوم د لارې ملاقات وكړو كوم چې د پاكستان د خپلواكه کريډټ ريټنګ د جاج اغستو سلسلې برخه وه۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير د حکومت د معاشي اصلاحات خاكه وړاندې كړه او تل پاتي او جامع پرمختګ لپاره ئې د برآمدات په زياتولو او پيداواري صلاحيت كښې په اضافه زور راوړو۔ ده ټيکس، توان، د سرکاري ادارو٬ نجكارۍ٬ مالي نظم و نسق او پورونو انتظامات په څانګو كښې د اصلاحات جاري ساتلو باور هم وركړو۔ ده ووئيل ګراني او په كرنټ اكاٶنټ خساره سږ كال قابو موندلے شوے چې په سبب ئې په معيشت كښې استحكام راغلے ۔ وفاقي وزير پرائمري بېلنس او کرنټ اکاٶنټ سرپلس مهمې كاميابۍ وګرځولې۔ ده ووئيل د جون تر پائي به د زرمبادله پانګې تر 14 اربه ډالرو ورسي چې پكښې د اداره جاتي اصلاحات ٬ د تجارتي سرمايه كارۍ راتګ٬ ترسيلات زر او د تېلو د كمېدونكې بيعې كردار څرګند دے۔ ده ووئېل د جون تر پائ د ټيکس ټو جي ډي پي شرح 10.6 فيصد ته د رسېدو هيله ده كومه چې د 13 فيصد هدف پلو پېشرفت دے۔ د ټېكس پاليسۍ آفس د اېف بي آر څخه جلا كړے شوے دغسې چې د ټېكس پاليسۍ د معاشي سوچ او فكر تابع كړې شي۔ په دې موقع د خزانې وزير د امرېكې خپلې دورې په مهال د ورلډ بينک او آئي اېم اېف د پسرلي غونډې په موقع مهمو نړيوالو شراكتدارو سره د 70 نه زيات ملاقاتونو ذکر كولو سره ووئيل نړيوالو شراکت دارو د پاکستان د معاشي اصلاحات ستائنه كړې او د عمل روان عمل يې بشپړ تائيد او ملاتړ هم كړے ۔