
اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي د بلوچستان او فاټا د 333 زده كوونكو د داخلے مسئله حل شوې ده٬ هند زمونږ هېڅ نشي كولې۔ د جمعې په ورځ په پاکستان ميډيکل اينډ ډينټل کونسل كښې پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال ده ووئيل پي اېم ډي سي ته د ډېرې كړكېچنې مسئلې په سلسله كښې راغلے يم٬ يوه د فاټا د ضم شوو سيمو د زده كوٶنكو او بله د بلوچستان د ميډيا زده كوٶنكو مسئله ده۔ ده ووئيل د پاكستان قانون له مخې د وركړے شوو چوكو نه علاوه بله چوكۍ نشوه وركړې كېدې خو د دې زده كوٶنكو د اېډمشن مسئله هم وه۔ ده ووئيل د ميډيا 190 زده كوونكو لپاره مونږ اضافي چوكۍ وركړي په دې د پي اېم ډي سي د ډلې مننه كوٶ٬ په دې لړ كښې ادارې اعلاميه دوه ورځنې وړاندې جاري كړې وه۔ ده ووئيل د بلوچستان او د فاټا 333 زده كوٶنكو د داخلے مسئله حل شوه او دغه زده كوٶنكو ته به اوس د پاكستان په بېلا بېلو كالجونو كښې داخله ترلاسه شي۔ ده ووئيل پي اېم ډي سي او د هيلتھ منسټرۍ په شپه او ورځ كار كولو سره دا كار ترسره كړے٬ زمونږ د كراچۍ زده كوٶنكي سکھر او لاړکانه ته لېږلې كېږي٬ هلته هم د ميډيکل سيټس مسئله ده٬ چې په مېرټ زده كوٶنكو ته داخله ترلاسه نشي نو د تعليم معيار به خراب شي، ده وئېل زمونږ په ټولنه كښې خرابي شته د دې سمولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰي كمال ووئيل هند زمونږ هېڅ نشي كولې ٬ مونږ د مرګ نه مه يروئ۔