د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب د او آئي سي سي آئي عهدېدارو او غړو سره ملاقات

اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب د اوورسيز انويسټرز چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري سره د ان لائن ملاقات كړ او ٬ د حكومت د معاشي استحكام او اصلاحات د عزم پخلے يې كړے ۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع د خزانې وزير په تل پاتي پرمختګ زور راوړلو سره معاشي اصلاحات او معاشي پرمختګ كښې د نجي څانګې د مشرانو په كردار اتفاق وكړو ۔ وفاقي وزير د جمعې په ورځ د اوورسيز انويسټرز چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (OICCI) عهديدارو او غړو سره په زوم تفصيلي ملاقات وكړو ٬ په دې موقع وفاقي وزير د حكومت د معاشي اصلاحاتي ايجنډې او د تل پاتي، مستحکم او جامع پرمختګ لپاره په جاري عزم رڼا واچوله۔ د خزانې وزير معيشت مؤثره، سپېځلے او ځواب وركوٶنكے جوړولو لپاره د ټيکس، توان، عوامي ماليات او د سرکاري ادارو پشمول په مهمو څانګو كښې د جاري اصلاحات تذكره وكړه۔ ده ووئيل مالي نظم و ضبط، وفاقي او د صوبائي حکومتونو ترمېنځه غوره همكاري او د اداره جاتي اصلاحات د لارې د معيشت په مستحکم كولو كښې ځانګړے پېشرفت شوے ٬ د دې اقدامات مقصد يو داسې معيشت جوړول دي كوم چې د كورني او بهرني چېلنجزر مقابله كولې شي۔ د خزانې وزير د دې خبرې هم پخلے وكړو چې حکومت نه يوازې معاشي استحکام په ځاے ساتل غواړي بلكې نجي څانګه د پرمختګ يوه مهمه محرك جوړولو لپاره هم عزم لري۔ په دې موقع د خزانې وزير د او آئي سي سي آئي سفارشات د قدر وړ ګرځولو سره د بجټ د تيارۍ په عمل كښې په دې د غور كولو باور وركړو او د آئي سي سي آئي نړيوالو شراكتدارو سره يې د حكومت د موثره خبرو اترو او د اصلاحاتي اقدامات ستائنه وكړه٬ چېمبر د ټيکس بنيادونه پراخه كول، ټيکنالوجي او بين الادارتي رابطو د لارې نظام موثره كولو او نجي څانګې سره مستقل مشاورت ته د ودې وركولو سفارشات هم وړاندې كړل۔ دوي هيله څرګنده كړه چې په دې وروستو كښې معاشي بهترۍ سره به په راتلونكي وخت كښې د سرمايه كارۍ نورې ښه موقعې راپېدا شي۔