دمشق۔ 2 مئ (اے پي پي ) د اسرائيل پوځ وئېلې دي هغوي د سوريه پايه تخت دمشق كښې د صدارتي محل سره نزدې په يو هدف بريد كړے دے۔ د الجزيره تر مخه د اسرائيل پوځ وئېلې دي د اسرائيل جنګي الوتكو په دمشق كښې د صدر احمد الشراع محل خوا ته سيمه باندې بريد كړے ۔ د اسرائيل وزيراعظم او دفاع وزير كاټز لخوا شريك جاري بيان تر مخه دا بريد د سوريه حكومت لپاره يو واضحه پېغام دے چې مونږ به د سوريه پوځ ته د دمشق په جنوب كښې د تعيناتۍ يا درروز ټولنې لپاره د كومې خطرې ګرځېدو اجازه ورنه كړو۔ د دمشق په جنوب كښې د دوو ورځو نه د روانو نښتو په مهال د درځنونو كسانو د مرګ نه پس د درروز ټولنې د دفاع وعدې نه پس اسرائيل په دوېم ځل په سوريه بريد كړے دے۔