د سعودي اينټي كرپشن اتهارټي كاروائي ٬ د بډو او بدعنوانۍ په تور 140 وګړي او غېر ملګي ونيولے شول

رياض۔2 مئ (اے پي پي) د سعودي عرب اينټي كرپشن اتهارټي “نزاهه “په تېره مياشت كښې د وزارتونو سره تعلق لرونكې 358 كسان د شك په بنياد پلتنو كولو لپاره پخپل تحويل كښې اغستي په چا چې د بدعنوانۍ تورونه وو۔ د اخبار 24 تر مخه د اينټي كرپشن اتهارټي د اړخه جاري بيان كښې وئېلې شوي د بدعنوانۍ ٬ بډو اغستو او د عهدې ناوړه كارولو په تور 140 د سعودي وګړي او غېر ملكيان تحقيقاتي ريمانډ باندې نيولې شوي چې پكښې څه په ابتدائي تحقيقات پړیښودلې شوي۔ اتهارټي ووئېل د كومو كسانو خلاف چې تحقيقات مكمل شوي هغوي كرېمنل كورټ ته وړاندې كړے شوي او كېس فائل كړے شوے۔ دغسې چې د مقدمې رسمي پېل وكړے شي۔ د اتهارټي وېنا ده په تېره مياشت كښې تفتيشي ډلو 2807 دورې كړي چې په بد عنوانۍ كښې د ككړو كسانو په خلاف ثبوت جمع كړي۔ د مشكوك كسانو تعلق د داخله وزارت ٬ دفاع ٬ انصاف ٬ تعليم ٬ بلديات و هاوسنګ ٬ د اوبو او كر كېلې نه علاوه د كنګ فهد كاز وے اتهارټي څخه ښودلے شوے دے۔