وفاقي وزير احسن اقبال د پاکستان بزنس کونسل دبئۍ پلاوي سره وليدل

دبئۍ 02 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي احسن اقبال د جمعې په ورځ د پاکستان بزنس کونسل (پي بي سي) پلاوي سره ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې په يو اے اي كښې د پاکستان سفير فېصل نياز ترمذي، قونصل جنرل حسېن محمد او نور چارواكي هم موجود وو۔ د دې نه وړاندې د پاکستان بزنس کونسل د دبئۍ چيئرمېن شبير مرچنټ د وفاقي وزير هركلے وكړو او په اسلام آباد كښې د اوورسيز کنونشن په كاميابۍ كښې د حكومت د هلو ځلو يې ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔