د برېښنا مجموعي پیداوار 17340 مېګاواټ ته رسېدلې ٬د ټرانسمېشن لائنونو ښه كولو لپاره د راروان مالي كال سركاري څانګې كلن پرمختيائي پروګرام كښې زيات فنډ بېل كړی شوې

اسلام آباد 20 جون (اے پی پی) په هېواد كښې د برېښنا پیداوار زياتېدو سره د توان صورتحال ښه شوے٬ د اوبو او برېښنا وزارت ذريعو له مخې د برېښنا مجموعي پیداوار د خالي پھ ورځ 17272 مېګاواټ و دغسې د اتوار په ورځ د برېښنا مجموعي پېداوار زياتېدو سره 17340 مېګاواټ ته رسېدلې۔ د دې نه وړاندې د برېښنا پېداوار 16886 مېګاواټ و۔ د برېښنا پېداوار كښې پرله پسې زياتوالي نه پس د ټرانسمېشن لائنونو نظام هم ښه كېږي او په دې لړ كښې د راروان مالي كال سركاري څانګې كلن پرمختيائي پروګرام كښې زيات فنډ وركړی شوې دغسې چې د برېښنا پېداوار زياتېدو نه پس د دې د ترسيل نظام هم ښه كړے شي