د نيشنل انډسټریل ریلشنز کمیشن او انټر نيشنل لیبر آرګنائزیشن اولنے مشتركه نړيوال كنفرنس ٬ د خواري كښ او آجير ترمينځه همغږۍ ٬ انصاف او پرمختګ لپاره په شريكه تګلاره اتفاق

اسلام آباد۔1مئی(اے پی پی) د نيشنل انډسټریل ریلشنز کمیشن (اېن آئي آر سي) او انټر نيشنل لیبر آرګنائزیشن (آئی اېل او) اولنے مشتركه نړيوال كنفرنس كښې د هېواد اعلی عدليه ٬ حكومتي استازو ٬ ميډيا ٬ قانوني پوهانو او مزدور مشرتابه د مزدورانو او آجيرانو ترمينځه همغږۍ ٬ انصاف او پرمختګ له په شريكه تګلاره اتفاق وكړو۔ د سپریم کورټ ، لاهور هائیکورټ ، د آزاد کشمیر اعلی عدالت ججانو د قانون او اسلامي اصولو له مخې د مزدورانو په حقوقو زور راوړو۔ بلخوا د سركاري ادارو او ميډيا مشرانو په پالېسي او اداره جاتي كچه د كردار ترسره كولو عزم څرګند كړو۔ د زيارت په ورځ د يوم مئي مناسبت سره شوي اولني نړيوال كنفرنس ته خطاب كښې د اېن آئي آر سي چیئرمېن جسټس (ر) شوکت عزیز صدیقی د مزدورانو حقونه د او قامي صنعت بقاﺀ لازم او ملزوم ګرځولو سره وئيل چې د اېن آئی آر سی بنیادی مقصد د مزدورانو د قانونی او معاشی ګټو تحفظ كولو سره صنعتي پرمختګ ته وده وركول دي۔ د لاهور هائي كورټ جسټس جواد حسن ووئيل په هېواد كښی د كال 1969ء انډسټریل ریلیشنز آرډیننس څخه د مزدور قوانين يو مثبت روايت موجود دے۔ ده زياته كړه چې پاكستان د مزدورانو حقونو سره اړوند نزدې 48 نړيوالې لوظنامې لاس ليك كړي دي۔د پرانستې نشست څخه وروستو يو تكنيكي نشست وشو په كوم كښې چې د اے پي پي اېم ډي عاصم كچھي ووئيل كله چې خلق د خپلو استازو په ټاكلو كښې احتياط وكړي او سم خلك رامخې ته كړي نو بل اړخ ته به د ادارې مشر د جائزو غوښتنو احترام كوي او دې سره به ډېرې مسئلې حل شي۔ ټرېډ يونين ته هم معلومه ده چې كومه مطالبه بايد تسليم كړې شي او كمه نه۔ په دستوره كښې ګڼ شمېر مزدورانو ٬ قانوني پوهانو او معزز شخصياتو ګډون وكړو۔