پاكستان د سيمه ايز امن عزم لري ٬ څوك دې غلط فهمۍ كښې نه پاتے كيږي ٬ د هند د مهم جويۍ به بشپړ ځواب كوو ٬ د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د ټله فيلډ فائرنګ رينج دوره

پېنډۍ ۔1مئی (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سید عاصم منیر د ګران هېواد د سلامتيا او خپلواكي باوري كولو عزم څرګندولو سره وئيلي دي چې پاكستان د سيمه ايز امن عزم لري ٬ څوك دې غلط فهمۍ كښې نه پاتے كيږي ٬ د هند د مهم جويۍ به بشپړ ځواب كوو۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منېر د ټله فیلډ فائرنګ رېنج دوره وكړه او د پاك پوځ د منګلا سټرائیک کور جنګی مشقونو جاج يۍ واغست۔ د پاك پوځ سرلښكر د افسرانو او ځوانانو لوړې حوصلې وستائلې۔ ټولو وسلو او خذماتو سره تعلق لرونكو پوځي ځوانانو د جارحانه مشقونو په مهال د غېر معمولي حكمت عملۍ ٬ تند رفتارۍ او هلاكت خېزۍ څرګندونه وكړه۔ سینئر پوځي مشرتابه ٬ فارمېشن کمانډرز او بېل سروسز سره تعلق لرونكو معززینو ددې مشقونو مشاهده وكړه۔