
اسلام آباد۔1مئی(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي له كوم ثبوت پرته پهلګام پيښه پاكستان سره د تړلو هندي هڅې مسترد كوو٬ د پيښې سپېځلې او بې پرې پلټنيو پيشكش پخلې كوو٬ د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې حوالې سره په آبي جارحيت سخت تحفظات لرؤ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پريس ريليز له مخې د وزراعظم شهباز شريف او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني ترمينځه د زيارت په ورځ ټېلېفوني خبرې وشوې۔ وزیراعظم پاكستان لپاره په يووالي او ملاتړ كولو كوم چې د دواړو هېوادونو د وررولۍ ژورو اړيكو عكاسي كوي د قطر امير مننه وكړه۔ په سوئيلي آسيا كښې د روان اوسني پيشرفت ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوي۔ وزيراعظم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستاني قام په قربانيو رڼا واچوله۔ ده له كوم ثبوت پرته پهلګام پيښه پاكستان سره د تړلو هندي هڅه مسترد كړه او د پيښې سپېځلې او بې پرې پلټنيو پيشكش پخلې يۍ وكړو۔ وزیراعظم د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې حوالې سره په آبي جارحيت د سختو تحفظاتو څرګندونه وكړه كوم چې د نه قبلولو وړ ګرځولو سره ده په دې خبره زور راوړو چې اوبه د پاكستان 24 كروړه اولس لپاره لائف لائن دي۔ د تېر يو كال په مهال د پاكستان په ښه شوي معاشي صورتحال رڼا اچولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان به په يو داسې وخت كښې كله چې د معاشي استحكام په لاره روان دے ٬ په يو داسې پېښه كښې ككړ كېدو څخه هېڅ ترلاسه نه كړي۔ د قطر امير په سوئيلي آسيا كښې امن لپاره د پاكستان د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل قطر په موجوده بحران كښې كمې باوري كولو له پاكستان سره په ګډه كار كول غواړي