د اطلاعاتو وزارت د پي بي اے په پاكستاني ايف ايم ريډيو سټيشنونو د هندي سندرو خپرونې بندولو پريكړې هركلے ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پي بي اے عمومي سيكرټري شكيل مسعود ته خط

اسلام آباد۔1مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د پاكستان برادګاسټرز ايسوسي ايشن (پي بي اے) لخوا په پاكستاني ايف ايم ريډيو سټيشنونو د هندي سندرو خپرونې بندولو پريكړې ستائنه كړې ده۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ لخوا د زيارت په ورځ د پي بي اے عمومي سيكرټري ته ليكلي شوي خط كښې وئيلې شوي چې په تندۍ سره بدلېدونكے صورتحال په نظر كښې نيولو سره د پی بی اے هېواد سره مينه لرونكے دا ګام د ستائنې وړ دے كوم چې د ټول قام د جذبې بشپړه ترجماني كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل دا پرېكړه د قامي يو والي مضبوطې جذبې عكاسي ٬ د هېواد خپلواكي او وقار په ډاګه كوي او دا د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ ټول د آزمائش په دې وخت كښې قامي يووالي او بنيادي اقدارو ته وده وركولو له متحد يوو۔ په خط كښې ميډيا سره د پېوست ټولو همكارانو هڅې وستائلې شوې كوم چې په قامي ګټو كښې د حكومتي هڅو ملګرتيا كوي او يو والي ٬امن او وطن سره د مينې جذبې ته وده وركولو كښې مشغول دي۔