اسلام تر ټولو وړاندے د خواري كښو حقونه اعلان كړل: سماجي شخصيت

پېنډۍ ۔1مئی(اے پی پی) د پېنډۍ نوموړي شخصيت او د كېنټ بورډ غړي حاجي ظفر اقبال وئيلي دي چې اسلام تر ټولو وړاندې خواري كښو له د هغوي د حقونو وركولو اعلان كړے دے او خاتم النبيين نبي كريم (ص) دا عملي كړے دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خواري كښو نړيوالې ورځې په موقع راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اسلام تل د كارګرانو او خواري كښو د حقونو خبره كړې ده۔ نبي علېه السلام فرمائيلي چې چا ته دې د هغه له وس څخه د زيات كار تكليف ورنكړے شي۔ د نبي علېه السلام د حق دين رڼا سره د قېصر او كسری د ظلم نظام خاتمه وشوه په كوم كښې به چې د مزدورانو او عام وګړو استحصال روان ؤ۔ اسلام د انسانانو بنيادي حقونو او فرائض مقرر كړل او هغه د مزدورانو په شمول په ټولو طبقو لاګو دي۔ ده ووئيل نن ضرورت ددے خبرې دې چې حكومت د خواري كښو خېر ښېګړې له په زړه پورې اقدامات وكړي۔