په بنو كښې د شهيد شوو سي ټي ډي اهلكارو د جنازې لمونځ ادا كړے شو

پېښور ۔ 01 مئی (اے پی پی) په بنو كښې د شهيد شويو سی ټی ډی اهلکارو د جنازې لمونځ ادا كړے شو۔ د شهید اهلکارو د جنازې لمونځ د بنو په اقبال شهید پولیس لائن كښې وكړے شو په كوم كښې چې د اے آئي جي سي ټي ډي ٬ ريجنل پوليس افسر سجاد خان او د بنو ډويژن كمشنر په شمول برېګېډیئر نوید احمد ، ضلعی انتظامیې او پوليس چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقعه شهيدانو ته د پوليس يو چمتو ډلې سلامي وړاندې كړه۔ دغې څخه وروستو د شهيدانو جسدونه خپلو خپلو پلرنو سيمو ته روان كړې شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دغه درې واړه سي ټي ډي اهلكار تېره شپه ترهګرو سره په مقابله كښې شهيدان شوي وو۔