د توان منصوبو ترسره كولو كښې به كوم ډول تاخير زغملے نه شي ٬ د وزيراعظم د انټیګريټډ جنریشن کپیسټی ایکسپنشن پلان غونډه كښې د ديامر بھاشا ډيم په څير منصوبو په ترجيحي بنيادونو د ترسره كولو هدايت

اسلام آباد۔1مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په هېواد كښې د توان پېداوار او د اوبو ذخيرې فعال نظام په ځايې كولو له د ديامر بھاشا ډيم په څير منصوبو په ترجيحي بنيادونو د كار ترسره كولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې د توان منصوبو ترسره كولو كښې به كوم ډول تاخير زغملے نه شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د بجلۍ په بيعو كښې د كمي او د توان په څانګه كښې د تلپاتي صلاحيت حوالې سره د انټېګرېټډ جنرېشن کپېسټی اېکسپنشن پلان (آئی جی سی ای پی 2024-2034) غونډه وشوه۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښی وزيراعظم ووئيل د بجلۍ په بيعو كښې نزدې د 7 نيمو روپو اوسني كمي څخه وروستو حكومت اولس ته لا آسانۍ وركولو له د توان په څانګه كښې تلپاتي اصلاحات لپاره په يوه فعاله تګلاره كار كوي۔ وزیراعظم په هېواد كښې د توان پېداوار او د اوبو ذخيرې فعاله نظام په ځايې كولو له د ديامر بھاشا ډېم په څير منصوبو په ترجيحي بنيادونو د ترسره كولو هدايت كولو سره ووئيل د توان منصوبو په ترسره كولو كښې به كوم تاخير زغملے نه شي۔ وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې به نزدې د بجلۍ پېداوار لپاره فري ماركيټ جوړ كړے شي چې ورسره به د بجلۍ بيعې لا ټيټې شي۔ په غونډه كښې وزيراعظم د توان په څانګه كښې اصلاحاتو څخه خبر كړے شو۔ په بريفنګ كښې وزيراعظم ته ووئيلې شوو چې راروانو لس كلونو لپاره د بجلۍ پېداواري منصوبو كښې مسابقتي بولۍ او په ټيټه بيعه د بجلۍ خرڅولو لاره هواره كړې شوې ده۔ د 7967 مېګا واټ ګرانې منصوبې به د بجلۍ پېداوار منصوبو (آئی جی سی ای پی) څخه ويستلې شي او دې سره به په مجموعي توګه د 17 اربه ډالر (4743 اربه روپو ) بچت وشي۔ وزیراعظم د پاور وفاقي وزير سردار اوېس لغاری او د ده د ډلې هېواد لپاره د 4743 اربه روپو بچت وستائلو او دا يۍ يوه تاريخة كاميابي وګرځوله۔ په غونډه كښې د توان وزير سردار اوېس لغاری، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، د پټروليم وزير علي پروېز ملك او د اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔