لندن ۔1مئی (اے پی پی) برطانيې وئيلي دي چې د فلسطين رياست تسليمول ممكن دي او برطانيه به ددے په تسليمولو كښې د چا هم انتظار نه كوي۔ د العربيه له مخې برطانوي سېكرټري خارجه ډيوډ لامي په لندن كښې په هاؤس آف لارډز كښې د سماعت په مهال دا هم ووئيل چې دا اعتراف يوازې يو علامتي اقدام نه بلكې دا بايد د دوه رياستونو حل پلو د يوې سياسي لارې برخه وګرځي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې فلسطيني مسئله يوه عادلانه مسئله ده۔ فلسطيني وګړي د خپل وطن حق لري۔ ده دا هم ووئيل چې يوازينې آپشن د دوه رياستونو حل دے او مونږ به په دې په سعودي عربستان كښی خپلو همكارانو سره په ګډه كار كوو۔ ده ووئيل د اعتراف معامله ختمه شوې نه ده بلكې دا حقيقت پسندانه حل پلو يو قدم دے۔