د پهلګام پېښې نه وروستو د هند غېر ذمه واره رويې او اقدامات څخه ټوله منطقه د استحكام نشتوالي سره مخ شوه٬د كوم هم جارحانه اقدام به په زړه پورې سره ځواب وركولې شي۔د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ډي جي آئي اېس پي آر لېفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري سره پرېس كنفرنس

اسلام آباد 30اپریل(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئېلي دي د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره پاكستان د نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه كار كړے٬د ترهه ګرۍ څخه چې پاكستان څومره زيان پورته كړو هيڅ چا نه دے٬ پهلګام پېښې نه وروستو د هند غېر ذمه واره رويې او اقدامات څخه ټوله منطقه د استحكام نشت والي سره مخ شوه٬د كوم هم جارحانه اقدام به په زړه پورې سره ځواب وركولې شي٬پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غننه كوي٬د تش لاسي وګړو په نخښه كولو كومه هم كاروائي د قبلولو نه ده۔نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل جنرل احمد شريف چوهدري سره پرېس كنفرنس ته خطاب كولو۔ده ووئيل د هند مشرتابه د خپلو ناكامو څخه پام ګرځولو له بېلې چارې خپلوي٬ټوله منطقه د هند غېر ذمه واراه ګامونو په سبب خطر سره مخ ده۔ده ووئيل هند د كشمير د آزادۍ تحريك د ترهه ګرۍ سره تړل غواړي٬د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې كشمير شخړيزه سيمه تسليم كړې شوې۔نائب وزيراعظم ووئيل هند د شخړيز كشمير اولس حقونو تروړلو لپاره د قانون لار اخلي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ څخه پاكستان ډېر لويې ځاني او مالي زيان پورته كړے٬پاكستانې قام او ادارو د ترهه ګرۍ په مړانه مقابله كړی٬ده ووئيل د دې پرېس كنفرنس مقصد د اوسني صورتحال څخه خبرول دي٬د بېلو هېوادونو لارښودو سره د منطقې په وضعه خبرې شوې دي۔ده ووئيل هند په منطقه كښې په زوره حالات تاؤ تريخوالي پلو بيائي٬د هند ګامونه په جارحيت اډانه دي٬مونږ د نړيوالې ورورولۍ سره د دې خطر په حقله په تماس كښې يو۔ده ووئيل د پاكستان پشمول ګڼو هېوادونو كښې د ترهه ګرۍ پیښو په شا د هند لاس دے۔پاكستان خپله د ترهه ګرۍ ښكار دے٬هند د پاكستان پشمول په نورو هېوادونو كښې د ترهه ګرۍ سپانسر دے۔اسحاق ډار ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ تحريك د ترهه ګرۍ سره تړل غواړي۔هند د محسوس مقاصدو لپاره په پاكستان تورونه لګوي۔ده ووئيل هند د پاكستان پشمول بېلو هېوادونو كښې په ترهه ګرۍ كښې ككړ دے۔د ترهه ګرۍ هرې پېښې تورونه لګول د هند طريقه ده۔د هند حكومت د ناوړه سياسي مقاصدو لپاره داسې پېښې كاروائي۔۔ده ووئيل پاكستان د هر ترهه ګرۍ په ضد دے٬د بې ګناه وګړو وژنه د غندنې وړ ده۔په پهلګام پیښه كښې د ځانونو په زيان خفه يو۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل هم د دې پیښې غندنه كړې۔نائب وزيراعظم ووئيل په هند كښې كومه هم كېدونكې پیښه د هند خپله ډرامه وي۔هند له نورو ته د ګوتې نيولو په ځايې خپلو كورنيو مسائلو ته پام پكار دے۔د پهلګام پېښې نه وروستو هند غېر ذمه واره او جارحانه رويه خپله كړې۔ده ووئيل د هند غېر قانوني اقدامات او بيانونو صورتحال پيچلے كړے۔خارجه وزير ووئيل د پاكستان وزيراعظم د پهلګام پېښې بې پرې او سپيځلو پلټنو له د مرستې وړاندېز كړے۔خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل هند په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس لوظ نامه نشي معطل كولې۔د سندھ طاس لوظ نامې په يو اړخيزه توګه د معطل كولو هېڅ شك موجود نه دے٬د پاكستان 24 كروړه اولس لپاره اوبه لائف لائن دے۔قامي سلامتي كونسل په خپله غونډه ګښې واضحه پیغام وركړے چې د هند د اړخه د اوبو ايسارول به جنګ ګڼلے شي۔د هندي ګامونو څخه ټوله منطقه كښې د استحكام نشته والي سره مخ ده۔ده ووئيل د هند د كوم هم اقدام به په زړه پورې ځواب وركولې شي۔ده ووئيل په هند كښې داسې پیښې هغه وخت رامخې ته كېږي چې كله څوك مهم شخصيت د هغه ځايې دوره كوي۔ده پوښتنه وكړه هند دې اووائي د كوم مهم شخصيت دورې په مهال داسې پېښې ولې كېږي۔د پهلګام په پېښه هند سمدستي په پاكستان تور ولګولو۔د پاكستان د پهلګام پښې سره هېڅ تعلق نشته۔نائب وزيراعظم دا پوښتنه هم وكړه چې هند داسې صورتحال ولې پیدا كوي۔ده ووئيل هند په پاكستان كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې منصوبه ساز، سرپرست او سپانسر دے۔ ده ووئيل مونږ واضحه كوٶ چې پاكستان به هند سره اړې ګړې زياتولو كښې نه وړومبےكېږې٬ كه هند كاروائي وكړه نو بشپړ ځواب به وركولې شي٬ زمونږ ځواكونه چمتو ولاړ دي او مونږ ويخ يو۔ نائب وزیراعظم ووئيل غور به كول وي چې هند دا مهم جوئي ولې وكړه او د دوي مقاصد څه دي، د پاکستان د سلامتيا اعلیٰ ادارې د پهلګام پېښې غندنه كړې ده، د هند دا بيانيه چې مونږ غندنه نه ده كړې بېخي ناسمه ده۔ ده ووئيل هند د سلامتی کونسل په بيان كښې د پهلګام د نامې شاملولو هڅه كړې ٬ مونږ د سلامتی کونسل په بیان كښې د پهلګام د نامې په ځاے د کشمیر نامه شامل كړې۔ ده ووئيل په هند كښې د مسلمانانو او کشمیریانو په ضد ناوړه كمپائن روان دے٬ هند په منطقه كښې ترهګرۍ او انتها پسندۍ ته هوا وركوي۔د آئي اېس پي آر ډي جي لېفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل د پهلګام د پېښې ځاے د اېل او سي نه 230 كلوميټره لرې دے٬ دا څنګه كېدېے شي چې په لسو دقيقو كښې څوك په دومره سختو لارو ورسېدے شي، د هند دا بيانيه ده چې دا د ترهګرۍ پېښه ده٬ وئيلې كېږي چې مسلمانانو ډزې كړې دي٬ وئيلي كېږي چې په هندوانو ډزې شوي دي، د هند لخوا د بيانيه ولې چلولې كېږي؟ وزيراعظم هم د هند د بياني پوښتنه كړې، زمونږ موقف واضحه دے چې د ترهګرو كوم مذهب نه وي۔ ده ووئيل د هند ميډيا لخوا وئيلي كېږي چې د پاكستان اېجنسو دا كار كړے، هندي تورونه د پېښې نه څو دقيقې وروستو رامخې ته كېدل پېل شوي٬ د زپ لائن آپريټر ويډيو په بنياد ناسمه بيانيه جوړه كړې شوې، هندۍ ميډيا د پېښې نه سمدستي وروستو په پاكستان تورونه لګول پېل كړي، د جعفر ايکسپريس په پېښه هم د هند د دې اكاٶنټ څخه وړومبے بيان راغلے ؤ ٬ په دې اكاٶنټ د دې نه وړاندې وئيلې كېږي چې په څو ساعتونو كښې به بريد كېږي٬ دا هم وئيلي كېږي چې كله او چرته به بريد كېږي، بيا چې كله بريد وشي نو هم دغه د هند خاص اكاٶنټ د بريد په اړه وائي، ده ووئېل د هند ميډيا دا اكاٶنټ بيا په زور و شور سره وړاندې كوي، دا هم ھغه پوښتنې دي چې مونږ پرې غور كوٶ او نړۍ پرې غور كوي۔ ده ووئيل د هند په زندانونو كښې د سلګونو په شمېر پاكستانيان په غېر قانوني توګه بنديوان دي، هند دغه بنديوانان پاكستانيان په ناسمه مقابلو كښې استعمالوي، په اوړي كښې محمد فاروق په ناسمه مقابله كښې شهيد كړے شوے، هندي ځواكونو هغه درانداز بللے ؤ ، په حقيقت كښې ھغه يو بې ګناه وګړے ٶ٬ هند په بې ګناه خلقو د درانداز تور لګوي٬ ده ووئسېل هند پخپله يو ترهګر رياست دے٬ پاكستانيان او كشميريان د هند په زندانونو كښې ساتلے كېږي٬ په دوي تشدد كوي او د دوي نه بيانونه اخلي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د پهلګام پېښې نه وروستو د اېف آئي آر انداراج او مندرجات پوښتنې راپېدا كړې دي،د پېښې نه د ځاے نه د پوليس تهاڼې ته په رسېدو كښې لږ نه لږ 30 دقيقې سفر دے٬ په لسو دقيقو كښې څنګه ممكن ده چې څوك اېف آئي آر درج كړي، په 10 دقيقو كښې په درج اېف آئي آر كښې د هينډلر غوندې الفاظ استعمال كړې شوي او تور ولګولے شو چې خلق د شناخت سره وژلي شوي٬ په دومره لږ وخت كښې شناخت څنګه ممكن دے؟ وزيراعظم هم د هند په بيانيه پوښتنه كړې ، د مقبوضه کشمير اولس هم د هندي تورونو راز څرګند كړے ۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل هند د ترهګرۍ په ضد د پاكستان كاميابۍ سبوتاژ كول غواړي، د هند په زندانونو كښې بنديوان پاكستانيان ترهګر ګرځولې شي او ناسمه مقابلو كښې په نخښه كولې شي۔ ده ووئيل د پلوامه پېښه هم سياسي مقاصدو لپاره استعمال كړې شوې، هندي وګړي وائي چې د پهلګام پېښه سکيورټي ناکامي ده٬ پاکستان څو ځله د نړۍ په وړاندې شواهد اېښې دي چې هند په پاكستان كښې په ترهګرۍ كښې ملوث دے٬ په بلوچستان كښې د كېدونكې ترهګرۍ كښې د هند د ملوث كېدو ثبوت موجود دے، هند خپله يو ترهګر رياست دے۔ ده ووئيل مستند معلومات لرو هند د پهلګام پېښو نه وروستو خپل آله کار په پاکستان كښې ترهګرۍ لپاره فعاله كړي٬ د پاكستان ځواكونو او استخباراتي اېجنسيو په ټول صورتحال پورا نظر ساتلے دے۔