
اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د پاك پوځ وياند ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي وسله والو ځواكونه د پاكستان سلامتيا او د خپلواكۍ په هر ډول دفاع لپاره چمتو دي٬ د ترهګرۍ پېښې سياسي مقاصدو لپاره كارول د هند طريقه ده٬ هند د پنځوسو كالو راهسې په دې ډګر روان دے٬ په پاکستان تورونه ولګوئ ٬ كرېډټ واخلۍ او الېكشن وګټئ، هم دا د هغوي مقصد دے، د پهلګام پېښه كښې استعمال شوې د سوشل ميډيا اکاؤنټس په جعفرايکسپريس بريد كښې هم استعمال شوي٬ د تورونو لګولو په ځاے به هندي واكدارانو له د پوښتنو ځوابونه وركول دي، ترهګر كوم مذهب نه لري۔ د شورو په ورځ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان سره د ګډې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د آئي اېس پي آر ډي جي ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل مونږ به د دا ډول پېښو په حقائقو پسې ځوو ٬ په تورونو پسې نه٬ د پهلګام د پېښې ځاے د اېل او سي نه 230 كلوميټره لرې دے٬ دا څنګه كېدېے شي چې په لسو دقيقو كښې څوك په دومره سختو لارو ورسېدے شي، د هند دا بيانيه ده چې دا د ترهګرۍ پېښه ده٬ وئيلې كېږي چې مسلمانانو ډزې كړې دي٬ وئيلي كېږي چې په هندوانو ډزې شوي دي، د هند لخوا د بيانيه ولې چلولې كېږي؟ وزيراعظم هم د هند د بياني پوښتنه كړې، زمونږ موقف واضحه دے چې د ترهګرو كوم مذهب نه وي۔ ده ووئيل د هند ميډيا لخوا وئيلي كېږي چې د پاكستان اېجنسو دا كار كړے، هندي تورونه د پېښې نه څو دقيقې وروستو رامخې ته كېدل پېل شوي٬ د زپ لائن آپريټر ويډيو په بنياد ناسمه بيانيه جوړه كړې شوې، هندۍ ميډيا د پېښې نه سمدستي وروستو په پاكستان تورونه لګول پېل كړي، د جعفر ايکسپريس په پېښه هم د هند د دې اكاٶنټ څخه وړومبے بيان راغلے ؤ ٬ په دې اكاٶنټ د دې نه وړاندې وئيلې كېږي چې په څو ساعتونو كښې به بريد كېږي٬ دا هم وئيلي كېږي چې كله او چرته به بريد كېږي، بيا چې كله بريد وشي نو هم دغه د هند خاص اكاٶنټ د بريد په اړه وائي، ده ووئېل د هند ميډيا دا اكاٶنټ بيا په زور و شور سره وړاندې كوي، دا هم ھغه پوښتنې دي چې مونږ پرې غور كوٶ او نړۍ پرې غور كوي۔ ده ووئيل د هند په زندانونو كښې د سلګونو په شمېر پاكستانيان په غېر قانوني توګه بنديوان دي، هند دغه بنديوانان پاكستانيان په ناسمه مقابلو كښې استعمالوي، په اوړي كښې محمد فاروق په ناسمه مقابله كښې شهيد كړے شوے، هندي ځواكونو هغه درانداز بللے ؤ ، په حقيقت كښې ھغه يو بې ګناه وګړے ٶ٬ هند په بې ګناه خلقو د درانداز تور لګوي٬ ده ووئسېل هند پخپله يو ترهګر رياست دے٬ پاكستانيان او كشميريان د هند په زندانونو كښې ساتلے كېږي٬ په دوي تشدد كوي او د دوي نه بيانونه اخلي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د پهلګام پېښې نه وروستو د اېف آئي آر انداراج او مندرجات پوښتنې راپېدا كړې دي،د پېښې نه د ځاے نه د پوليس تهاڼې ته په رسېدو كښې لږ نه لږ 30 دقيقې سفر دے٬ په لسو دقيقو كښې څنګه ممكن ده چې څوك اېف آئي آر درج كړي، په 10 دقيقو كښې په درج اېف آئي آر كښې د هينډلر غوندې الفاظ استعمال كړې شوي او تور ولګولے شو چې خلق د شناخت سره وژلي شوي٬ په دومره لږ وخت كښې شناخت څنګه ممكن دے؟ وزيراعظم هم د هند په بيانيه پوښتنه كړې ، د مقبوضه کشمير اولس هم د هندي تورونو راز څرګند كړے ۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل هند د ترهګرۍ په ضد د پاكستان كاميابۍ سبوتاژ كول غواړي، د هند په زندانونو كښې بنديوان پاكستانيان ترهګر ګرځولې شي او ناسمه مقابلو كښې په نخښه كولې شي۔ ده ووئيل د پلوامه پېښه هم سياسي مقاصدو لپاره استعمال كړې شوې، هندي وګړي وائي چې د پهلګام پېښه سکيورټي ناکامي ده٬ پاکستان څو ځله د نړۍ په وړاندې شواهد اېښې دي چې هند په پاكستان كښې په ترهګرۍ كښې ملوث دے٬ په بلوچستان كښې د كېدونكې ترهګرۍ كښې د هند د ملوث كېدو ثبوت موجود دے، هند خپله يو ترهګر رياست دے۔ ده ووئيل مستند معلومات لرو هند د پهلګام پېښو نه وروستو خپل آله کار په پاکستان كښې ترهګرۍ لپاره فعاله كړي٬ د پاكستان ځواكونو او استخباراتي اېجنسيو په ټول صورتحال پورا نظر ساتلے دے۔