ضلع كرم كښې د امن لوظنامې تر مخه ټول بنكرز ختم كړے شوي٬ آئي جي حېبر پښتونخوا

پیښور ۔30 اپرېل (اے پي پي) آئي جي خېبر پښتونخوا ذوالفقار حميد وئېلي دي په ضلع كرم كښې د امن لوظنامې تر مخه ټول بنكرز ختم كړے شوي د كومو نه پس چې حالات تر ډېره حده ښه شوي دي۔ خپل بيان كښې ده ووئېل د ېنكرز ړنګولو نه پس لويه وسله راغونډولې شي او وسله جمع كولو نه پس به كوم سړے د لائسنس نه غېر وسله نشي ګرځولې۔ ده ووئېل د حالاتو ښه كېدو نه پس د مسافرو ورومبۍ قافله هم تللې ده ٬ دغسې په ټاكلو پوائنټس په ټوله ضلع كښې وسله جمع كېږي ۔ ذوالفقار حميد ووئېل په كرم روډ پروټيكشن فورس ته اسانۍ وركرې شوي۔ دغسې په ټل روډ پوستې جوړې كړې شوي۔ آئي جي ووئېل د كرم مشرانو سره هر ورځ خبرې اترې كېږي او اوس د كرم په حالاتو كښې ډېر استحكام راغلے دے۔