د خواري كښو خوبونه په حقيقت د بدلولو عزم د يو خوشحاله او مضبوط پاكستان ضمانت دے۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني خواري كښو نړيوالې ورځ په موقع خاص پېغام

اسلام آباد 30 اپریل(اے پي پي )د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي وړومبۍ مئي يوازې يوه ورځ نه ده بلكې د عزم٬قربانۍ او بشري عظمت هغه روشن علامت دے كوم چې مونږ ته درس راكوي چې پرمختللې قامونه د خپلو خوار كښو احترام كوي ٬د دوي د حقونو تحفظ كوي او خېرښېګړې ته يي وړومبې پام لرنه كوي٬خواري كښ د كوم هم قام د ملا د تير حېثيت لري٬پټي ٬كارخانې٬د ودانو جوړونه٬سترې لارې او نورې هلې ځلې د دوي د بې لوثه هلو ځلو٬خوارۍ او د عزم څرګندونه ده٬د دوي محنت هم دغه سرمايه ده كوم چې هېواد او قام د پرمختګ سفر روان ساتي۔د سينيټ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د خواري كښو نړيوالې ورځ په موقع په خپل خاص پېغام كښې د قام ټولو خواري كښو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل مونږ له به د قام په توګه د دې حقيقت ادارك كول وي چې ترڅو خواري كښې طبقې ته سماجي٬معاشي او قانوني تحفظ ورنه كړې شي٬د پائيدار پرمختګ خوب به نيمګړې پاتې شي٬يوه داسې ټولنه چرته چې د خواري كښو عزت٬حقونه پاسداري او انصاف باوري وي٬هلته خوشحالي او امن زر راځي۔ده ووئيل پارليمان٬په خاص توګه سينيټ آف پاكستان٬تل د خواري كښو د حقونو تحفظ٬اجرت كښې ښه والي ٬محفوظ ماحول او سماجي انصاف لپاره هلې ځلې كړي٬مونږ د دې عزم پخلے كوو چې راتلونكې كښې به هم د هغه هرې قانون سازۍ او پاليسي سازۍ كښې وړاندې يو كوم چې د خواري كښو په ژوند كښې د بهترۍ ذريعه جوریږي۔په آخر كښې ده ووئيل راځۍ چې مونږ ټول په ګډه نن دا سوګند پورته كړو چې مونږ به د خواري كښو د حقونو تحفظ٬د دوي په ژوند كښې ښه والي او د خوبونو تعبير لپاره خپلې ټولې توانائۍ وقف كوو او د يو داسې پاكستان به جوړوو چرته چې خواري كښو ته عزت٬وقار او خوشحالۍ نصيب وي۔