لاهور ٬ د سلنډر چاؤدنې پيښه – د 2 كوچنيانو په شمول 5 كسان مړه – 7 ژوبل

لاهور۔30 اپرېل(اے پی پی) د صوبائي سرښار لاهور په 32 چوک سيمه كښې شيل پمپ ته نزدې د اېل پی جی ګېس فلنګ په دكان كښې د سلنډر چاؤدنې پېښه كښې د 2 كوچنيانو په شمول 5 كسان مړه او 7 نور ژوبل شوي دي۔ د رېسكيو 1122 وياند له مخې په اور قابو موندلے شوے دے۔ د تفصیل له مخې د فلنګ په مهال د سلنډر چاؤدلو سره اور ټول دكان خپله ولقه كښې واخست۔ د 3 منزله كور لاندې برخه كښې د ګاز سلنډر دكان ؤ۔ د پیښې په نتيجه كښې نزدې دكانونو او ودانيو ته هم زيان رسېدلے دے۔ د پوليس ذريعو له مخې د مړو شوو تعلق يوې كورنۍ سره دے۔ د سلنډر چاؤدلو د لاسه 7 كسان ژوبل شوي دي په كومو كښې چې د دوه كسانو حالت اندېښمن ښودلے شي۔ د پولیس وېنا ده چې ټول ژوبل شوي كسان ميو روغتون ته منتقل كړې شوي دي