
جنيوا /اسلام آباد۔30اپريل (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک په جنيوا كښې د باسل، روټرډيم اور سټاک هوم کنونشنز د کانفرنس آف پارټيز په مهال د ملګرو ملتونو د کيپيټل ډويلپمنټ فنډ تر سېوري لاندې يو اعلې كچ مشاورتي غونډه كښې چې سر خط يي د ”غټو خطرو او په نظر انداز شوو منډيانو كښې د پرمختګ لپاره د سرمائې متحرک کول“ وو د پاکستان نمائندګي وكړه ۔ د وزارت د اړخه جاري بيان تر مخه د شورو په ورځ ډاکټر مصدق ملک ترقي پذير او د موسمياتي خطرو سره مخ هېوادونو لپاره د موثر او آسان مالي معاونت په سمدستي ضرورت زور راوړو ۔