
اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جناح سکوائر مري روډ انډر پاس منصوبې د جاج اخستو لپاره د شپې ناوخته دوره وكړه ٬ انډر پاس د اېسكيوېشن كار بشپړ دے او د سټيل فکسنګ د سټرکچر كار په تندۍ سره روان دے ۔ محسن نقوي په دې موقع د جناح سکوائر مري روډ انډر پاس د تعميراتي کار د پېشرف جاج اخستو سره د كار په رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده د انډر پاس پراجيکټ په ټاكلې موده كښې د بشپړولو امر سره ده ووئيل په رېكارډ موده كښې منصوبه سر ته رسولو لپاره دې ټولې اسانۍ وكارولې شي۔په دې موقع داخله وزير جناح سکوائر څخه تر فېض آباد چوك ستره لاره د ماډل روډ جوړولو او د ښائسته لائټنګ او د لېنډ سكېپنګ كولو امر هم وكړو۔ وفاقي وزير د فېض آباد انټرچينج د ري ماډلنګ كار زر تر زره د پېل كولو امر سره ووئيل فېض آباد انټرچينج د اسلام آباد او پېنډۍ ترمېنځه مهم كنكشن دے٬ فيض آباد انټرچينج دې زياته پراخه كړے شي دغسې چې د ټرافېك جريان كښې بهتري راوستلې شي۔ ده ووئيل زمونږ مقصد اسلام آباد د اولسې سهولتونو په اړه د نړيوال معيار ښار جوړول دي۔ په دې موقع د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا د منصوبو په اړه داخله وزير محسن نقوي ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل په جناح سكوائر مري روډ انډر پاس پراجېكټ كار په تندۍ سره روان دے او كه پاك پروردګار ته منظوره وي نو منصوبه به ټاكلې وخت كښې ترسره شي۔