
اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي ميټل ريسائيکلنګ څخه به په آلودګۍ قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي٬ د روبوټکس ټيکنالوجۍ نفاذ ضروري دے، جديد مذبح خانې، د غوښې پراسيسنګ او کولډ چېن جوړول قامي معيشت لپاره ضروري دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ټيکنالوجيکل اپ ګريډيشن اينډ سکل ډويلپمنټ کمپنۍ سره د مهمې غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې ټسديك ته د وركړې شوې 6 نکاتي ايجنډې د پېشرفت جاج واخستو ٬ ټسديك په ګوجرانواله كښې د اي ويسټ ميټل ريسائيکلنګ منصوبې لائحه وړاندې كړه ۔ هارون اختر خان ووئيل ميټل ريسائيکلنګ څخه به په الودګۍ قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي، ټسديك به د فېرس او نان فېرس ميټل جلا كولو خدمات وركوي۔ په غونډه كښې د اوبو معيار د بورنګ نه غېر د ټيسټ كولو تجويزونه وړاندې كړے شول ، دغسې د زرعي، ټيکسټائل او آټوموټيو پارټس لپاره په سمارټ مينوفيکچرنګ هم خبرې وشوې۔