هند څخه د درملنې نه غېر د بېرته راستنېدونكو كوچنيانو درملنه به په سركاري مرسته پاكستان كښې كوٶ۔ وفاقي وزير سيد مصطفي کمال

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفي کمال وئيلي دي هند څخه د درملنې نه غېر د بېرته راستنېدونكو دوو كوچنيانو درملنه به په سركاري مرسته پاكستان كښې كوٶ٬ د چين دورې په مهال وفاقي وزير د روغتيا څانګې ډائرېكټر جنرل ته كورنۍ سره د مرستې امر وكړو۔ ده ووئيل د كوچنيانو درملنې لپاره وزيراعظم هاٶس هم رابطه كړې ۔ د صحت وزارت چارواكو درملنې لپاره بېلا بېلو روغتونو سره رابطې پېل كړې دي٬ په ممكنه توګه آرمډ فورسز انسټيټيوټ آف کارډيولوجي څخه درملنه كېدې شي۔