عرب ښارونه د هېواد پړیښودونكو لپاره د نړۍ په 10 دوست ښارونو كښې شامل كړے شول

دبئ٬ رياض۔ 30 اپرېل (اے پي پي) د متحده عرب امارات ښار راس الخيمه او د عمان پايه تخت مسقط د هېواد پرېښودونكو لپاره د نړۍ په 10 دوستو هېوادونو كښې شامل كرے شوي۔ د عرب نيوز تر مخه د انټرنېشنز ايز آف سېټلنګ ان 2024 انډېكس 56 لاكهه غړي لري او ځان د ته د هېواد پرېښودونكو تر ټولو لويي نېټ ورك وائي۔ په دې نېټ ورك كښې 53 ښارونه دي چې 3 كېټېګريز لري چې پكښې كلچر اېنډ وېلكم ٬ د ځايي خلقو دوستانه رويه او فائنډنګ فرينډز شامل دي۔ راس الخيمه په 5 لمبر او مسقط په 10 لمبر رينك كښې ساتلے شوے۔دغسې دبئ په 11 او رياض ښار په 12 لمر دي۔ ابوظهبي په 14 او د قطر پايه تخت دوحه په 15 لمبر دي۔ د انډېكس تر مخه راس خيمه او مسقط په انډيكس ښه كاركردګي ښودلې ۔ انټرنېشنز په 2024 كښې رياض تر ټولو لويي فاتح ګرځولے چا چې د 2023 په مقابل كښې د 10 نمبرو ښه والے راوستے دے او د انډيكس په ټولو برخو كښې يي كاركردګي ښودلې ده۔