په پاكستان سپر ليګ 10 كښې به د زيارت په ورځ دوه مېچونه كيږي

اسلام آباد۔30 اپرېل(اے پی پی) په پاکستان سپر لیګ 10 كښې به سبا د زيارت په ورځ دوه نور مېچونه كېږي۔ د پی سی بی تر اهتمام لاندې د پی اېس اېل 10 اېډيشن مېچونو لړۍ روانه ده۔ د لیګ په 20 م مېچ كښې به د زيارت په ورځ د ملتان سلطانز او کراچی کنګز لوبډلو ترمينځه مېچ كيږي كوم به چې د ورځې په درې نيمې بجې پېل كيږي۔ د ملتان سلطانز ډلې مشري نوموړې وكټ كيپر او بېټر رضوان او د كراچي كنګز آسټریلوی نوموړے بېټر ډېوډ وار كوي۔ هم په دغه ورځ به د ليګ 21 م مېچ د لاهور قلندرز او کوئټه ګلېډی اېټرز لوبډلو ترمينځه كيږي او دا مېچ به د شپې 8 بجې پېل كيږي كوم به چې د فلډ لائڼس په رڼا كښې كولې شي۔ د لاهور قلندرز مشري به نوموړے فاسټ باؤلر شاهین شاہ آفریدي او د كوئټه ګلېډی اېټرز سعود شکیل كوي۔ د ټورنامنټ فائنل به په 18 مئی قذافی سټېډیم، لاهور كښې كيږي