د فيصل آباد په شمول په ګرد هيواد كښې به سبا د خواري كښو نړيواله ورځ لمانځلې شي

فېصل آباد۔ 30 اپرېل (اے پی پی) د فېصل آباد په شمول په ګرد هېواد كښې د خواري كښو نړيواله ورځ به سبا د زيارت په وړځ د مئي په لومړۍ نېټه لمانځلې شي۔ ياده شوې ورځ د كال 1986 مئي مياشتې په اولنۍ نېټه په شكاګو كښې د مزدورانو لخوا د كار په وختونو كښې كمي او د حالاتو بهترۍ لپاره د پېل كړې شوي تحريك او قربانيو په ياد كښې لمانځلې شي۔ په دې موقع به خواري كښ خپلو حقونو له د ستړو په مهال د قيمتي ځانونو قرباني وركوونكو ملګرو ته د عقيدت او احترام پېرزوئنې ډالۍ كوي۔ په دې موقع به د فېصل آباد ډويژن څلورو واړو ضلعو په شمول په ټولو ښارونو كښې خصوصي دستورې كولې شي ۔ د ورلډ لېبر ډے په موقعه به د دے عزم پخلے كولې شي چې ټول مزدور تنظيمونه به د خپلو مسئلو حل كولو له په ګډه كار كوي او د مزدورانو خېر ښېګړې له به ټول اقدامات باوري كولې شي۔ په دې لړ كښې به د لېبر فېډرېشن آف پاکستان تر اهتمام لاندې 9 بجې د شكاګو مزدورانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له يو لاريون ويستلے شي كوم به چې د لېبر فېډرېشن آف پاکستان دفترسول لائن څخه په پېل كېد ضلع کونسل چوک ته په رسېدو ختم شي۔