كه د يوكرېن شخړه روانه پاتې شوه نو په اتومي جنګ بدلېدې شي ٬ امريكا

واشنګټن ۔30 اپرېل (اے پي پي) د امرېكې نائب صدر ډي وينس خبردارے وركړے كه د يوكرېن شخړه تر څو كلونو روانه پاتي شوه نو په اتومي جنګ بدلېدې شي ٬ د تاس تر مخه د امرېكې بلاګر چارلي ته په وركړې مركه كښې د وينس وېنا وه لويې د ميډيا ادارې دې خيال ته وده وركوي كه دا جنګ تر څو كلونو پاتي شو نو روس به ټوټې شي او يوكرېن به خپلې زمكې بېرته واخلي۔هر څه به هم هغسې شي لكه د جنګ نه وړاندې چې وو۔ ده ووئېل خو دا زمونږ موجوده حقيقت نه دے ۔ ده خبردارے وركړو د دې جنګ روان پاتې كېدو سره سماجي نظام كښناستې شي او د اتومي جنګ غوندې تباهي لرونكې نتيجې يي رامخې ته كېدې شي۔ ده دا خبره واضحه كړه د امرېكې پاليسي د دې جنګ د خاتمې ده او صدر ټرمپ خپلې ډلې ته سپارښتنه كړې چې ټولې تر لاسه ذريعې وكاروئ او جنګ ختم كړئ۔