
اسلام آباد۔30 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ډیجیټل انوسټمنټ فورم كښې په مجموعي توګه د 70 کروړه ډالرو سرمايه كارۍ هركلي كولو سره وئيلي دي پاكستانے قام نه يوازې د ځايي بلكې د نړيوال معيشت په پرمختګ كښې د مركزي كردار ادا كولو صلاحيت لري٬ حکومت به آئي ټي او نورو څانګو كښې د اصلاحات په عمل كښې پاكستاني سرمايه كار شاملولو ته پام لرنه كوي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې اېف بی آر كښې د ډیجیټل او نورو اصلاحاتو په عمل كښې د سرمايه كارو شموليت او موقعو په اړه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د خزانې وزير اورنګزېب، د آئي ټي وزير شزا فاطمه خواجه، د ډیجیټل کوآپرېشن آرګنائزېشن عمومي سېكرټري دیمه الیحییٰ ، د نړيوالو آئي ټي كمپنيو سي اي او او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم د ډیجیټل کوآپرېشن کنفرنس لاندې ډیجیټل په انوسټمنټ فورم كښې د پاكستان په آئي ټي څانګه كښې په مجموعي توګه د 70 كروړ ډالرو سرمايه كارۍ ستائنه وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل د آئی ټی په څانګه كښې پاكستاني كاروباري وګړي په نړيوال ماركيټ كښې د قدر وړ خذمات وړاندې كوي۔ په دې خبره كښې هېڅ شك نشته چې پاكستانے قام نه يوازې په ځايي بلكې د نړيوال معيشت په پرمختګ كښې د مركزي كردار ترسره كولو صلاحيت لري۔ وزیراعظم ووئيل په پاكستان كښې د آئي ټي په شمول په هره يوه څانګه كښې د ګردې نړۍ غوره پوهان موجود دي او كه دوئي له د دوئي د استعداد او صلاحيت له مخې موقع وركړې شي نو د دې په زړه پورې نتيجې رامخې ته كېدې شي۔ وزيراعظم د آئي ټي په څانګه كښې سرمايه كار په اېف بي آر كښې ډيجيټل اصلاحاتو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه خبرولو لپاره د خصوصي وېبېنار كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې ګډون كوونكي په اېف بي آر كښې د ډیجیټل اصلاحات عمل د بېلو پړاؤنو او په دې كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه خبر كړے شول۔ غونډې ته ووئيل شول په اېف بی آر كښې په ډیجیټل مانیټرنګ، ټرېک اېنډ ټرېس، ډیجیټل تحقیق و تجزیات او نورو اصلاحاتو كار روان دے په كومو كښې چې يو شمېر عملي شوي دي۔ په اېف بي آر كښې ډیجیټل انوائسنګ، فېس لېس ټېکنالوجی، کارګو ټرېکنګ او نورو ډيجيټل اصلاحاتو كښې په مجموعي توګه 10 كروړه څخه د زياتو ډالرو سرمايه كارۍ موقعې موجود دي