ډیجیټل سټارټ اپس  او بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره پاكستان تر ټولو زيات مناسب ماركيټ دے ٬ د وزيراعظم د ډیجیټل کواپريشن آرګنائزیشن عمومي سيكرټري دیما الیحییٰ سره خبرې

اسلام آباد۔30 اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د ځوانانو افرادي قوت تربيه كولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي٬ ډیجیټل سټارټ اپس  او بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره پاكستان تر ټولو زيات مناسب ماركيټ دے٬ ډیجیټل بدلون معیشتونو ته نوے شكل وركوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ډیجیټل کواپرېشن آرګنائزېشن عمومي سېكرټري جنرل دیما الیحییٰ سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د شورو په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د آئي ټي  وفاقي وزيره شزہ فاطمه خواجه، د وزیرِ اعظم  سلاحكار سید توقیر شاہ او اړوند اعلی چارواكي  هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل ګردې نړۍ څخه د عصري ټېكنالوجۍ يو زر څخه د زياتو سرمايه كارانو او پاليسي جوړونكو په پاكستان كښې راجمع كېدل په منطقه كښې د پاكستان په ډيجيټل څانګه كښې د مخ په وړاندې تللو علامت دے۔  د پاكستان تر ټولو قيمتي اثاثه ځوان افرادي قوت دے كوم چې په ډيجيټل هنر او تربيه سنګارول زمونږ په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ وزیرِاعظم ووئيل حكومت ځوانانو لپاره د ډیجیټل ټېکنالوجۍ او سرمايه كارۍ داسې منصوبې معارفي كوي چې ورسره به ځوان افرادي قوت ته د خپلو صلاحيتونو په سم لوري د كارولو او دوئي له باعزته روزګار وركولو سره معيشت كښې د خپل مهم كردار په ترسره كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل ډیجیټل بدلون معيشتونو ته نوے شكل وركوي۔ ده ووئيل په ډيجيټل څانګه كښې نېغ په نېغه بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره د فورم كول او په دې كښې نړيوال ګډون د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان په نړيوال ډيجيټل معيشت كښې د لارښودنې كردار ترسره كولو صلاحيت لري۔ د مرستې تنظیم عمومي سېكرټري دیما الیحییٰ په پاكستان كښې د ډيجيټل څانګې اولني بهرني سرمايه كاري فورم په كولو د پاكستاني حكومت مننه كولو سره ووئيل په اسلام آباد كښې د فورم په اولنۍ غونډه كښې ګډون ما لپاره يو درناوے دے۔