د خواري كښو د نړيوالې ورځ لمانځنه او د پسرلي پخواني تهوارونه

رپورټ:

جنت ګل اے پي پي پشتو سروس

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د خواري كښو نړيواله ورځ د مئي په وړومبۍ ورځ ولې لمانځلې كېږي٬ په يو شمېر هېوادونو كښې به د مئي وړومبۍ ورځ د پسرلي موسم يو پخوانې تهوار په توګه لمانځلې شوه خو اوس دا ورځ د خواري كښو د نړيوالې ورځ په توګه لمانځلې شى٬ د دې ورځ د لمانځلو مقصد د امريکا د شكاګو ښار د خواري كښو هلې ځلې يادول دي. په بشري تاريخ كښې د محنت عظمت او د هلو ځلو نه ډكه د استعاراتو ورځ د مئي لومړۍ نيټه ده٬ په كال 1886ء كښې په شکاګو كښې د سرمايه دارې طبقې په ضد غږ پورته كوٶنكي خواري كښ په وينو لامبولي شوي خو د دوي قربانيو د خواري كښو هلې ځلې زياتې كړې٬ د خواري كښو نړيواله ورځ په كارخانه كښې د كار كوٶنكو٬ په پټو٬ درنګونو او د كار په نورو ځايونو كښې د سرمايه دارو په بهټۍ كښې د سوځېدونكو يو شمېر خواري كښو ورځ ده او دا خواري كښ د بشري پرمختګ او تمدن تاريخي بنياد دے۔

هر كال ګرده نړۍ كښې مظاهرې كېږي چې مقصد ئي كاركنانو ته د كار بهتر حالات او ټرېډ يونينز ته د زياتو اختياراتو وركولو د غوښتنې تذكره كول دي٬ په ابتدائي ورځو كښې يو څو سوشلسټ او کميونسټ تنظيمونو او د خواري كښو دوست ډلو دا ورځ لمانځله خو بيا د دې دائره تر ګردې نړۍ خپره شوه۔ اګرچه د دې د تاريخ تعلق امريکا كښې د 19مې پېړۍ په پايې كښې شوې احتجاج سره دے خو د خوند خبره دا ده چې خپله په امريكا كښې به د خواري كښو ورځ هر كال د ستمبر مياشتې د وړومبي ګل په ورځ لمانځلې كېده٬ د امريكا نه علاوه په اسټراليا، نېدرلينډز، نيوزي لينډ او كانانډا كښې به هم دا ورځ په دغه نېټه لمانځلې شوه۔

تو قادر و عادل ہے مګر تېرے جہاں ميں

ہيں  تلخ  بهت بنده   مزدور كے  اوقات

د دې ورځ د لمانځلو بنياد څنګه جوړ شو: په كال 1886 كښې په امريكا كښې ټريډ يونينز د برتانيه سماجي مصلح رابرټ اوون د پېغام په بنياد په ورځ كښې د اته ساعتونو د كار د وخت مطالبه كولو سره په لويه كچه هړتالونه پېل كړل٬ رابرټ اوون  اته ساعته د كار كولو خيال د ورځ په دريو برخو كښې وېشلو يعنې٬ “اته ساعته خواري٬ اته ساعته تفريح او اته ساعته د آرام” غږ سره وضع كړې ٶ او دا د ھغه ورځو خبره ده كله چې به په كارخانو كښې د كار د وخت يا د چهټۍ ورځ مقرر كولو نه غېر سخته خواري كول معمول ٶ٬ په دې لړ كښې د ټولو نه لوے هړتال د مئي په وړومبۍ نيټه په شكاګو كښې وشو او د يوې اندازې له مخې په دغه ورځ احتجاج لپاره هلته 40 زره كاركنان راغونډ شوي وو٬ دغه مهال شکاګو د امريکا د صنعت او د يونين آرګنائزيشن مرکز ٶ۔ دې احتجاج ته په كاروباري او سياسي كچه د ناخوښۍ په نظر وكتل شول خو په راتلونكې ورځو كښې د كار د وخت نه پوزې له راغلي غېر مطمئن كاركنانو نه علاوه “انارکسټس” په دې كښې شامل شول٬ دا “انارکسټ” ھغه خلق وو كوم چې د قوانينو د نفاذ او د حکمرانۍ تشكيلونكې ټولنې مخالف ٶ٬ اړې ګړې بام ته ورسېد او د پوليس او مظاهرچيانو ترمېنځه نښتو كښې زيات شمېر كسان مړه او ژوبل شول٬ د پوليس د سختۍ په سبب د مشتعل مزدورانو مشرانو او هړتال كوٶنكو مظاهرچيانو د مئي په څلورمه نيټه د شکاګو په مشهور مارکيټ سکوائر كښې د مظاهرو اهتمام وكړو٬ په دغه ورځ يو نامعلومه بريد كوٶنكي په پوليس اهلكارو د لاسي بم دلارې بريد وكړو او د چاٶدنې نه وروسته د ډزو په سبب اووه پوليس اهلكار مړه او يو شمېر ژوبل شول٬ مارکيټ د قتل عام په نامه د مشهورېدو د پېښې نه وروسته په اته انارکسټس د قتل تورونه ولګول شول چې پكښې ځينې اناركسټس ته د مرګ سزا واورولې شوه حالانكه دا جرم په حقيقي توګه ثابت شوې نه ٶ٬ په كال 1889 كښې د شل هېوادونو سوشلسټ٬ مزدور جماعتو او د ټريډ يونينز نمائندګانو په غونده كښې د مئي وړومبۍ نيټه د دې پېښو په ياد كښې د لمانځلو لپاره د “يوم مزدور” پرېكړه وشوه۔ د شکاګو خواري كښو سره د يوالي څرګندونې لپاره د نړۍ په زياتره هېوادونو كښې د مئي وړومبۍ نيټه “لېبر ډے” د نړيوالې ورځ په توګه لمانځلې كېږي٬ د مئي دا نېټه هر كال دې لوظ سره لمانځلې كېږي چې د خواري كښو معاشي حالات بدلولو لپاره دې هلې ځلې ګړندۍ كړې شي۔ “نتائج/پايلې٬ د دې هلو ځلو په نتيجه كښې ګرده نړۍ كښې خواري كښو د اته ساعته د كار وخت ترلاسه كړو۔ په دې لړ كښې صدر مملكت آصف علي زرداري خپل پېغام كښې وئيلي چې خواري كښو او مزدورانو ته پېرزوئنې وړاندې كوم٬ د خواري كښو د وقار په ځائ ساتلو عزم پخلے كوٶ٬ ده ووئيل د خواري كښو تاريخي هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ پاكستان كښې د خواري كښو او مزدورانو طبقه چېلنجز سره مخ ده د خواري كښو د اجرت په اړه دې سپېځلې طرز عمل خپل كړې شي۔