لاهور30 اپریل(اے پی پی) د پاكستان او بنګله دیش کرکټ ډله به مئي مياشت كښې د 5 میچونو د ټي ټونټي سیریز لپاره د پاكستان دوره كوي۔ ۔پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د بنګله دیش مینز کرکټ ډلې لپاره د ټي ټونټي سیریز شیډول جاري كړے۔د پي سي بي وياند له مخې دا د سیریز د فیوچر ټور پروګرام (ایف ټی پی ) برخه دے كوم چې په اصل كښې په درېو ون ډے او درېو ټي ټونټي انټر نیشنل میچونو مشتمل ؤ خو سږ كال آئي سي سي مینز د ټي ټونټی ورلډ کپ له مخې د دواړو کرکټ بورډز په شريكه د ون ډے میچونو په ځاے دوه اضافي ټي ټونټي انټرنیشنل كولو ته اتفاق كړے ۔د پنځو میچونو د ټي ټونټي سیریز د 25 مئی نه به تر 3 جون فیصل آباد او لاهور كښې كېږي ۔د سیریز وړومبے او دوهم ټی ټونټي مېچ به په 25 او 27 مئی كېږي۔ لاهور قذافي سټیډیم كښې به په 30 مئی، په وړومبي جون او په 3 جون د ټي ټونټي ميچونه كېږي۔بنګله دېش ډله به د مئي په 21مه نېټه پاكستان ته رارسي