لاهور 30 اپرېل (اے پي پي) د لاهور په 32 چوك سيمه كښې شيل پمپ سره نزدې د اېل پي جي ګېس فلنګ دكان كښې د سلېنډر چاٶدنې په نتيجه كښې د دوو ماشومانو پشمول پنځه كسان مړه او 6 ژوبل شوي دي ٬ د ريسکيو 1122 ذريعو له مخې په اور قابو موندلو لپاره اپرېشن روان دے۔ د رېسكيو ذريعو له مخې د فلنګ په مهال د سلېنډر چاٶدنې له امله پېښه رامخې ته شوه۔ مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي دي۔