د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سينيټر سيدال خان سره د اېن اېچ اے چيئرمېن محمد شهريار سلطان وليدل

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سينيټر سيدال خان سره د نېشنل هائي وے اتهارټي (اېن اېچ اے) چيئرمېن محمد شهريار سلطان ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخئ په ملاقات كښې په ګرد هېواد په خاص توګه په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د سترو لارو٬ موټروېز او مواصلاتي نظام بهترۍ لپاره په جاري او د مجوزه منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔