زمونږ د نګرانۍ نه غېر د ايران سره كومه هم لوظنامه به بس په كاغذ ليك وي٬ رافيل ګروسي

تهران ۔ 30 اپرېل (اے پي پي) د انټر نېشنل اټامك انرجي (يي اے اي اے) ډائرېكټر جنرل رافېل ګروسي په دې خبره زور راوړلو سره وئېلي دي د ايران سره كومه هم ايټمي لوظنامه به د ايجنسۍ د نګرانۍ نه غېر بس په كاغذ ليك وي٬ د العربيه تر مخه د فرانس خارجه وزير جېن ټلو بېروټ سره يو خبرې كنفرنس ته ده ووئېل مونږ له په راروانو څو اوونيو كښې نتيجې تر لاسه كول پكار دي او دا ممكن ده ۔ ده ووئېل مونږ له مينځني ختيز او په نړۍ كښې د كوم هم تاؤ تريخوالے مخ نيوے پكار دے۔ دا وخت سفارتكاري شته او ممكمن ده۔ ده ووئېل لكه څنګه چې تاسو خبر يي مونږ د نازك پراؤ څڅه تېرېږو ۔ د ايران او امرېكې تر مينځه مهمې خبرې اترې روانې دي۔ ده ووئېل په يو وخت د ايران خارجه وزير عباس عراقچي او د امرېكې خاص استازي سټيوو نكوف سره په رابطه كښې يم دغسې چې ايجنسي خپل تكنيكي طريقه كار او د پكار هلو ځلو څارنې لپاره د وراندې نه ګامونه واخلي۔ ده سپيناوے وكړو مونږ اوس هم په ايران كښې موجود يو او د ايران تنصيبات اوس هم د ايجنسۍ د اړخه د مائنه كولو او د نګرانۍ تابع دي خو مونږ د سپېځلتيا كچه د لاسه وركرې ده كومه چې مونږ وړاندې لرله۔ رافېل ګروسي ووئېل پخپلو خبرو كښې مونږ د پخوانۍ سپېځلتيا بحالولو لپاره ضروري اقدامات وړاندې كړې دي۔ ده ووئېل مسائل د يو بل سره ټړلې شوي۔ د ايران او امرېكې تر مينځه دوه اړخيزه عمل او د اير ان او ايجنسۍ تر مينځه د مرستې مسئله د يو بل سره تعلق لري۔ ده ووئېل دواړه عمل يا خو د يو بل مرسته كولې شي يا يو بل كمزورے كولې شي۔ موڼږ هيله لرو چې په دواړو پټلو به په يو وخت پېشرفت كېږي ۔ ده دا خبره هم وكړه چې د ايران چارواكو تصديق كړے چې موڼږ ضروري ګامونو اغستو لپاره چمتو يو ۔ په دې مهال د فرانس خارجه وزير د اروپا ګډون نه غېر د تهران او واشنګټن تر مينځه لوظنامې په اړه د پېرس موقف انكشاف سره ووئېل د اروپا په ګټه ده چې ايران جوهري وسلې ونه لري۔ ده ووئېل مونږ د ايران او امرېكې تر مينځه د خبرو مرسته كوو۔ مونږ د امرېكې خارجه وزير سره په ګده كار كوو ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې اروپا د اتومي لوظنامې لوظ مرسته كوي ٬ مونږ له به په دې ګرمۍ موسم كښې د يو مهمې پرېكرې سره مخ كېدل وي۔ په ايران لګېدلې بندېزونه به پورته كېږي يا نه ٬ دا ټول د ايران په وعدو انصار لري۔ ده ووئېل ايران د اتومي وسلو تر لاسه كولو هڅې كوي او هغه د يورينيم د افزودګۍ په اړه د خپلو وعدو خلاف ورزي كړې ده ۔