پاكستان چين څخه د نجي څانګې په همكارۍ د داروګانو جوړولو ټېكنالوجۍ منتقل كولو لپاره خوښي لري۔مصطفٰی كمال

اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی)د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي پاكستان چين سره د نجي څانګې په همكارۍ د داروګانو جوړولو ټېكنالوجۍ منتقل كولو له خوښي لري٬پاكستان كښې د پرائمري او ټريژي هېلت كيئر ترمينځه خلا كمولو لپاره د ټيلي ميډيسن وده ضروري ده٬په دې څانګه كښې د چين تجربات څخه بشپړه استفاده كيږي۔د شورو په ورځ د روغتيا وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د شنګهائي مرستې تنظيم هېلت كنفرنس په مهال د چين روغتيا وزير سره د ملاقات په مهال وكړه ۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې د مرستې په وده ٬ د ټېكنالوجۍ به منتقلۍ او د سرمايه كارۍ په پراخه امكانات خيالاتو څرګندونه وشوه۔د چين نېشنل هېلت منسټر لخوا د وفاقي وزير تود هركلے وكړے شو۔د ملاقات په مهال د چين روغتيا وزير د پاكستان او چين تر ډېرې مودې اړيكې ستائېلو سره ووئېل دواړه هېوادونه په هر سخت وخت كښې يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ پاتې شوي ۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال د كوويډ 19 په مهال د چين لخوا وركړې مرسته٬په خاص توګه د ويكسين په وخت د وركولو مننه وكړه ۔ده ووئيل پاكستان كښې د پرائمري او ټريژي هېلت كيئر ترمينځه خلا كمولو لپاره ټيلي ميډيسن وده ضروري ده٬په دې څانګه كښې د چين تجربات څخه استفاده كيږي۔ده ووئيل پاكستان چين سره د نجي څانګې په اشتراك د داروګانو جوړولو د ټېكنالوجۍ منتقلۍ له خوښي لري۔ ده په خاص توګه د ایکټیو فارماسیټیکلز انګریډینټس (اے پی آئز) په ځايې پیداوار هم زور راوړو ۔د چين د روغتيا وزير ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې مرستې او تبادلو ته به لا وده وركولې شي۔