ریاض ۔30اپرېل(اے پی پی) سعودی خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د فلسطین لبرېشن آرګنائزېشن ( پی اېل او) اېګزېکټیو کمېټۍ وائس چیئرمېن او د فلسطيني رياست نائب صدر حسين الشېخ له د نوي منصب په سنبالولو مباركي وركړې ده۔ د اېس پي اے له مخې خارجه وزير نائب صدر حسن الشېخ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د ټېلېفوني تماس په مهال دواړو په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د فلسطين په وضعه او په فلسطيني كاز د فلسطيني اولس د ګټو ملاتړ لپاره په ګډه د اقداماتو كولو په تګلاو د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔