پاکستان په ډيجيټل معيشت كښې بدلونونه رامخې ته كوي ، سرمایه كارانو ته د بشپړه مرستې باور وركوو او د اوږدې مودې همكارۍ عزم لرؤ: د وزيراعظم شهباز شريف سرمايه كارانو سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بېلو كمپنيو لخوا د آئي ټي په څانګه كښې 700 ملین ډالر څخه د زياتې سرمايه كارۍ هركلي كولو سره وئيلي دي چې پاکستان په ډيجيټل معيشت كښې بدلونونه رامخې ته كوي ، سرمایه كارانو ته د بشپړه مرستې باور وركوو او د اوږدې مودې همكارۍ عزم لرؤ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاری شوي بیان له مخې د دې خيالاتو څركندونه وزيراعظم د آئي ټي څانګې نومورو سرمايه كارانو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې د آئي ټي وزيره شزه فاطمه خواجه او اعلی سركاري چارواكي هم موجود وو۔ وزیرِ اعظم شهباز شریف سره په 29 ٬ 30 اپرېل د پاكستان اولني’’ډیجیټل فارن ډائرېکټ انوېسټمنټ فورم 2025‘‘ كښې ګډون كوؤنكو د آئي ټي كمپنيو اعلی عهدېدارانو د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ وزيراعظم ټولو سرمايه كارانو او كاروباري لارښودو ته هركلي وئيلي سره ووئيل پاكستان په خپل ډيجيټل معيشت كښې لوے بدلون رامخې ته كول پېل كوي۔ وزیرِ اعظم د فورم پرانستې دستوره كښې په پاكستان كښې د كمپنيو لخوا 700 ملين ډالر څخه د زياتې سرمايه كارۍ اعلان هركلے وكړو او د پاكستان په صلاحيتونو د سرمايه كارانو د باور ستائنه يۍ وكړه۔ وزیراعظم د ټېکنالوجی، فنانس او جدت سيمه ايز مركز جوړېدو سره اړوند د پاكستان وژن په ډاګه كړو۔ وزيراعظم دوئي د ځوانانو تربيې سره سره د معيشت ډیجیټلائزېشن لپاره د حكومتي هڅو په اړه هم خبر كړل۔ ده سرمايه كارانو ته د بشپړې مرستې باور وركړو او دوئي سره د اوږدې مودې ګټورې همكارۍ كولو عزم پخلې يۍ هم وكړو۔ وزیر اعظم سره ملاقات كوؤنكو كښې د روسفټ جبار رحيم خان د 500 ملین امریکائي ډالر سرمايه كارۍ اعلان وكړو ، د اے آئیز وېنچر کېپیٹل طحٰه نسیم او احسن جمیل د 100 ملين امريكائي ډالر سرمايه كارۍ اعلان وكړو۔ دغسې د مشرق بنک فرنینډو موریلو او اېم ہمایوں سجاد د 30 ملین او د Mindhyve.ai بلال کمال فارقی د 22 ملین امریکی ډالر سرمايه كارۍ اعلان وكړو۔