نوے ډيلے ۔30 اپرېل(اے پی پی) د هند په سوئيلي ايالت آندھرا پردېش كښې په يو مندر كښې د اختر دستورې په مهال د ديوال پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 8 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ شنهوا د هندي چارواكو حوالې سره وئيلي چې دا پېښه د شورو په ورځ د آندھرا پردېش سرښار امراوتی څخه نزدې 393 کلومیټر لرې په قطبي ختيز كښې د وشاکھاپټنم سری وراها لکشمی نرسمها سوامی مندر كښې د كلن چندنوتسوام اختر دستورې په مهال د زيات باران او طوفان له امله رامخې ته شوه۔ د پېښې په نتيجه كښې 8 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ چارواكو پېښې څخه وروستو د ریاستی ډیزاسټر ریسپانس فورس اهلكارو ته د مرستې كارروايۍ كولو او د ژوبل شوو روغتون ته د منتقل كولو هدايت وكړو۔