کولکته ۔30 اپرېل(اے پی پی) د هندي ايالت بنګال په يو هوتل كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې لږ تر لږ 14 كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې د بنګال سرښار كولكته يو سينئر پوليس اهلكار منوج كمار ورما وئيلي چې په ریتوراج هوټل كښې د اور لګېدلو دې پېښه كښې 14 كسان مړه شوي۔ ده ووئيل په اور قابو موندلے شوے دے٬ بياهم د پېښې په ځايې كښې د لټون او رېسكيو عمليات روان دي۔ بلخوا پوليس ته د پلټنيو امر هم شوے دے۔