![attaullah-tarar[1]](https://pashto.app.com.pk/pashto/wp-content/uploads/2025/04/attaullah-tarar1-696x391.jpeg)
اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي چې هند د راتلونكې 24 نه تر 36 ساعتونو كښې د پهلګام پېښه جواز جوړولو سره د پاكستان په ضد د پوځي كاروائۍ اراده لري۔ د نهې په ورځ خپلو خاص خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان په منطقه كښې د هند د مدعي٬ منصف او جلاد خود ساخته كردار په سختۍ سره مسترد كوي۔ ده واضح كړه چې پاكستان خپله د دوه لسيزو راهسې د ترهګرۍ ښكار دے او په نړۍ كښې ئې د هر ډول ترهګرۍ په سختۍ سره غندنه كړې ده۔۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل چې د پهلګام بريد نه وروسته پاكستان د ذمه وار رياست په حېث د صداقت درك لګولو او د دې په محركاتو پوهې لپاره د زړه د خلاصه د ازادانه او غېر جانبدارانه تحقيقاتو وړاندېز كړے۔ خو د بده مرغه هند د غېر معقوليت او تصادم په لاره د تګ انتخاب كړې كوم چې به په منطقه كښې او نړۍ كښې د تباه كن نتيجو سبب وګرځي۔ ۔ ده ووئيل غېر جانبدارانه تحقيقاتو سره فرار خپله د هند اصل مقصدونه د بې نقابه كولو لپاره لوے ثبوت دے ۔ سیاسی مقاصد ترلاسه كوو لپاره قصداً اولسي جذبات پارولو سره دا ډول پرېكړې كول بدمرغي او د افسوس وړ ده۔ فاقی وزیر واضح كړه چې پاکستان د دې خبرې واضح پخلې كوي چې د هند لخوا كوم هم ډول پوځي يرغل به يقيني او پرېكنده ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل چې نړيوالې ورورولۍ له په دې پوهېدل ضروري دي د جنګ د تباه كن نتيجو ذمه واري به صرف او صرف په هند وي۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل د پاكستان قام به د خپلواكۍ او سالميت په هر قېمت دفاع كوي