
اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سندھ طاس لوظ نامې په اړه د هند غېر قانوني او غېر ذمه دارانه اقدامات د نه قبلېدو وړ ګرځولو سره وئېلي دي چې سندھ طاس لوظ نامې له مخې ترلاسه كېدونكې اوبه 240 ملين خلكو لائف لائن دے٬د هند د هر ډول يرغل به پاكستان په بشپړه طاقت سره به دفاع كوي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو خرګندونه د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس سره په ټيليفون خبرو اترو په مهال كړې۔ وزيراعظم شهباز شريف او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس ترمينځه په ټېليفون شويو خبرو اترو كښې په خاص توګه سوئېلي آسيا اوسني صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وزيراعظم سيكرټري جنرل ته د پاكستان ترهه ګرۍ په ضد نړيوال جنګ كښې بې شمېره قربانيو ذكر كولو سره وئېلي دي چې پاكستان د ترهه كرۍ ټولو شكلونو او د مظاهر غندنه كوي٬ د پاكستان په ضد د هند تورونه بې بنسټه ګرځولو سره وزيراعظم پاكستان پهلګام پیښې سره تړلو كومه هم هڅه په سپينو ټكو مسترد كړې او د پېښې سپيځلې او غېر جانبدارانه پلټنو خپلې غوښتنې پخلے ئ كړی۔وزيراعظم د كشميريانو د آزادۍ هلې ځلې غېر قانوني ګرځولو سره د هند هڅو سره سره هند غېر قانوني توګه مقبوضه جمو كشمير كښې د دې لويه كچه رياستي سرپرستۍ كښې په ترهه ګرۍ د تشويش څرګندونه كړې۔ ده په خاص توګه سندھ طاس لوظ نامې په اړه د هند غېر قانوني او غېر ذمه دارانه اقدامات د نه قبلېدو وړ ګرځولو سره وئېلي دي چې د سندھ طاس لوظ نامې له مخې وركړې كېدونكې اوبو 240 ملين خلكو لائف لائن دے۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د هند د هر ډول يرغل به پاكستان په بشپړه طاقت سره دفاع كوي۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو په سېكرټري جنرل زور راوړو چې هند ته د ذمه وارۍ سره كار اخستلو او تحمل مشوره وركړي۔ وزيراعظم جمو كشمير د حل طلب مسئله په سوئېلي آسيا كښې عدم استحكام بنيادي سبب ګرځولو سره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل زور راوړی چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې د دې منصفانه حل لپاره خپل كردار ادا كړي۔ وزيراعظم د نړيوالې ورورولۍ ذمه دار غړي او ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غېر مستقل غړي په حېث نړيوال امن او سلامتيا ته ودې روكولو لپاره د پاكستان غېر متزلزل عزم پخلې وكړو۔ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په سوئېلي آسيا كښې د امن لپاره د پاكستان هڅې ستائېلو سره وئېلي دي چې نړۍ په دې مهم وخت كښې په منطقه كښې د كوم هم ډول تاؤ تريخوالي متحمل نشي كېدې